مشعل / تخصصي نفتي ERP
مشعل؛ د افغانستان د تېلو او ګازو تخصصي ERP
قراردادونه، بارګیري، ترانسپورټ، زېرمتون، پلور، مالي چارې او شریکان په یوه د تعقیب وړ کاري لړۍ کې سره نښلوي.

یوه تړلې عملیاتي لړۍ
له قرارداد څخه تر ګټې او زیان پورې
اندازه، سند او مالي اغېز د خپل اصلي قرارداد او محمولې اړیکه نه بایلي.
- 01قرارداداندازه، بیه، عرضه کوونکی او د شریکانو جوړښت
- 02بارګیريد سرچینې اندازه، اسناد، Platts او د اسعارو نرخ
- 03لېږدټانکر، چلوونکی، لاره او په مسیر کې مال
- 04تخلیهد مقصد اندازه او د کسر ثبت په هماغه پړاو کې
- 05زېرمتونورود، انتقال او د محصول له مخې موجودي
- 06پلورمستقیم یا له زېرمتونه پلور او د پېرودونکي حساب
- 07لګښت او ماليکرایه، ګمرک، رسید او څو اسعارو تادیات
- 08ګټه او زیاند واقعي پلور او تړلو لګښتونو پر بنسټ راپور
اته تړلي کاري برخې
د مشعل اصلي ماډیولونه
قراردادونه او پېرود
د عرضه کوونکي شرایط، اندازه، نرخ، شریکان او د قرارداد د اجرا حالت.
بارګیري
د بارګیرۍ رسید، اندازه، اسناد او له اصلي قرارداد سره روښانه اړیکه.
ټانکر او لوجستیک
موټر، چلوونکی، لاره، مستقیم لېږد او په مسیر کې مالونه.
ټانکونه او موجودي
ورود، خروج، انتقال، کسر او د هر حرکت د سرچینې تعقیب.
پلور او تحویلي
نغدي یا پور پلور، له ټانکه یا مستقیم تحویلي او د پېرودونکي پاتې حساب.
مالي او حساب
رسید، تادیه، لګښت، صندوق، بانک او د ډالر او افغانۍ جلا مانده.
شریکان
ونډه، تمویل، تادیات، مانده او تصفیه د اړوندو اسنادو له مخې.
مدیریتي راپورونه
د قرارداد او محمولې ګټه، موجودي، طلب، پور او ګټه او زیان.
واقعي محصول
د پرېکړې تر مخه سیستم په خپله وګورئ
دا انځورونه د مشعل له اصلي چاپېریال څخه دي؛ د اشخاصو او شرکتونو نومونه او د موټرو نمبرونه پټ شوي دي.




لنډ ځوابونه
د مشعل په اړه عامې پوښتنې
مشعل څه شی دی؟
مشعل د نفتي سوداګرۍ، وارداتو، لوجستیک، زېرمتون، پلور او مالي چارو لپاره د نواتیک تخصصي ERP دی.
مشعل د کومو شرکتونو لپاره مناسب دی؟
د هغو واردوونکو، عمده پلورونکو او توزیع کوونکو لپاره چې قراردادونه، ټانکرونه، ټانکونه، پور پلور، څو اسعار یا شریکان لري.
له عمومي حسابدارۍ سره یې توپیر څه دی؟
عمومي حسابداري مالي سند ثبتوي؛ مشعل هغه قرارداد، محموله، لېږد، د زېرمتون حرکت یا پلور هم ورسره تړلی ساتي چې سند ترې جوړ شوی.
ډالر او افغانۍ جلا اداره کوي؟
هو. د هر اسعار مبلغ او مانده جلا پاتې کېږي او د تبدیلۍ نرخ له اړوند عملیاتو سره ثبتېږي.
د قرارداد یا محمولې ګټه ښيي؟
هو. واقعي پلور، د سرچینې لګښت او اړوند مصارف یوځای ارزول کېږي، څو نا پلورل شوې موجودي قطعي ګټه ونه ګڼل شي.
بل ګام
مشعل د خپل شرکت له واقعي کاري بهیر سره وګورئ
د ډیمو او ستاسو د سوداګرۍ لپاره د مناسبې نسخې د ارزونې په موخه له نواتیک سره اړیکه ونیسئ.
